د عشق لار دلته ژوندۍ لا د هابېل او د قابېل کیسه ده لا هم زموږه قربانۍ تر اوره نه رسېږي زما د شپو او اندېښنو له رازه څوک خبر دي یتیم ارمان دومره اسان تر موره نه رسېږي ما هم د څومره پسرلو نندارې وکړې لاړم اوس یې رنګونه تر دې تت انځوره نه رسېږي څه که شاعره شوه او ستو ري یې لمن ښکلوي خیال یې زما تر نړېدلي ګوره نه رسېږي مینه د حسن د ګلڅانګو د رنګونو نوم دی دغه سپېڅلې تقاضا تر زوره نه رسېږي