د وطن رنګ لۀ شونډو نه وه، لۀ بڼو او لۀ رخساره نۀ وه زما ګیله لۀ خپله بخته وه، لۀ یاره نۀ وه د وطن رنګ ستا پۀ تندي کې به مې خپله څهره وکتله پۀ کومه ورځ چې به له ما سره هنداره نۀ وه د وطن رنګ دا رنګه شپه وه چې پۀ سر باندې مو ستوري نۀ وو داسې مزل وو چې تر پښو لاندې مو لاره نۀ وه د وطن رنګ زۀ چي تر تا پورې درتلم رقیب و نۀ لیدمه پۀ دغه لار کې بلا وه، مګر بیداره نۀ وه