مکي ته به درزمه له سترګو پرېوتي خلک، د بېرته را پورته کېدو حق نه لري. بدبختي ګوره! کال وروسته لالی راشي یوه شپه وي، په ګیلو باندې سبا شي مکي ته به درزمه تورې وینې مې په زړه باندې راواوړي لمر په تورو تورو غرو باندې پنا شي مکي ته به درزمه څوک محفل کې له مستۍ غورځوي څڼې څوک د زړه له ډېره درده په ګډا شي