كلمات قربان دې لۀ ښکلا هر کاڼی دې یاقوت دی
قربان دې لۀ ښکلا هر کاڼی دې یاقوت دی
کله په چای سوی، اکثره
دې پیاله سړه وي
کله دې ژبه وخورې،
کله دې مړۍ نښلي
پام به دې
نۀ وي چې نوکان
مې ولې نۀ غټېږي؟
او د وېښتانو ر
سېدو به دې
مودې شوې وي
تۀ به خبر پۀ ګډوډۍ د
خپل لباس نۀ یې
دلباسونو د رنګ مېچ ته ب
ه دې پام نۀ وي
هغه د چا د خوښې عط
ر به ژړا درولي
دنیا عجبه ده او خلک ی
ې بېخي عجب دي
تۀ به اخیستی یې سودا لتا
به ځان ورک وي
زړۀ به دې خوري دا ټوکې ټو
کې مذاهب د خلکو
پۀ عقیدې رټلي عقل به
دې زړۀ خوږېږي
دا لۀ انسانه تر انسانه
فاصلې به ژاړې
د دېوالونو پۀ مانا به دې
سر نۀ خلاصېږي
د رپېدونکو جنډو سوال
ته به جواب نۀ لرې
تۀ به پۀ خیال کې دکوم غارمخې
ته لمرته ناست يې
یا به د کومې ونې سیو
ري ته ریښتیا لټوې