اشنا ډیر راته یادیژی پاچا چې د نايي دغه خبره واوريده ډېر په قهر شو، د دربار عسکرو ته يې ووېل چې نايي ونيسئ، تر هغې يې بندي کړئ چې د يو نوي مرګ سزا ورته واورول شي. د پاچا په دربار کې د نايي لپاره ډول ډول مشورې پېل شوې، چابه وېل چې په دار يې ځړوو، چا به وېل چې په اور کې يې سوځوو، چابه وېل چې ژوندی يې په ځمکه کې خښوو، چا به څه وېل او چابه څه وېل. په دې کې د پاچا يو هوښيار وزير وو، پاچا ته يې ووېل چې يو ډول سزا هم بايد ورنه کړل شي؛ پاچا له وزير پوښتنه وکړه چې ولې؟