سوی ستا مینی په انګور ناستې بلبلې ولې شور کړې ژوند خو نوم د ستوماني ده پکې پایه سوی ستا مینی سرګردانه ارواح کوم مخ ته تکیه کړم ماسره زما روانې سایې وایه سوی ستا مینی مات ګیلاس د مېخانې یم زما ربه په ممبر او میکدو کې مې ازمایه سوی ستا مینی دا سړی د چا په سترګو کې ناروغ ښه مه يې ښه کړې مه یې لاره ورته ښايه سوی ستا مینی درده زړه ته مې یو کیف احساسومه دا بشر دغسې ستایه ستایه ستایه