درپسی شومه ناقرار ته به ولاړ یې بل به یار کړم غږ به په جار کړم چې خیالي لالی لرمه خندا د هر چا سره خوند کړي د غنم رنګو خندا کلي ورانوینه دا چيرته لاړې چې رانغلې زه دې دیدن ته رکعتونه اوږدومه دا تورو زلفو تار دې راڪه چې پرې پیوند ڪړم دا خوږمن زړګي زخمون یا مې لمن نه پیڅکه پرې کړئ یا مې باڼۀ ورته لوګی کړئ یار مې مرینه پلار ته مې وچ په نره راشه ما ورته وښایه چې دا لور دې کوومه هی سترګی می سری وینی ترڅاڅی ما ټوله شپه له غمه ستا ژړلی دینه