كلمات مادي وصال تـــه کړی یاره لـه مودو انتظار
مادي وصال تـــه کړی یاره لـه مودو انتظار
په ما دې کوډې اثر نه کا
ما بنګالۍ کوډې په خوله خوړلي دينه
چې یې زهر خوړل غم غلطیدو ته.
اوس آرامه د سیګریټ پهٔ لوګي هم شي
د مسجد مخته د کونډې مور له غېږې
یتیم ګوري، د جومات شنې منارې ته
د قانون د چت پر ستنې یې انصاف دی
کلک تړلی دی فساد، برقي ارې ته
عدالت د ښار په منځ کښې په داریږي
ښه او بد خلک یې ناست دي نندارې ته
خط رایاد شو ګرځېدې جیټ او چرلکې
چې شیخ وخاته د قطر طیارې ته
هسې بد کوي چې توره راته وايي
قیس کتلي نه دي خپلې قوارې ت