بی اشنا ږړیږم ځواني مې لاړه، راشه زر کړه زلیخا نه یمه چې بیا به پېغله شمه سپینه خوله حلقه پیکی باړخویه سپین شاخه میسری دا تورو زلفو تار دې راڪه چې پرې پیوند ڪړم دا خوږمن زړګي زخمونه زه دي د سپین مخ نه په تور پړوني زیات مین یم پښتانه حسن پسي نه ځي په حیا پسي ځي نن يي د کور مختی کینم دغه سی نه راځمه يابه سرخورم يا به د یار سره جوړه راځمه صبر د قبر په مثال دی زه چی مدام صبر کوم خاوری به شمه جینۍ که هر څومره ښایسته وي چې د بې ننګو کور کې کېني خاورې شینه