كلمات خیرالبشیر

🎤 Khalid Kochi
خیرالبشیر
زه چې غلی ومه
دا راته لګیا وي
چې تیاره شي نو چوپ
تیا راته لګیا وي
ورځ مې تیره شي
په دغه اندیښنه کې
چې د شپې به دې
غم بیا راته لګیا وي
پۀ ما دې تل ګمان کاؤه
ګمان دې نۀ پېژندۀ
مدام دې
خپل تاوان کاؤه
تاوان دې نۀ پېژندۀ
حالاتو داسې وو تړلي
درته زړۀ او نظر
د خپلې مينې ليونی
جانان دې نۀ پیژنده
🟢 واتساب 𝕏