په زړه مات دی کړم اوس دې کیسه کې نۀ یم یاره که د قدم خاورې دې زر شي نۀ یې وړمه د رغېدو خبرې پريږده د ړنګېدو ورځې نږدې دي وران به شمه اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم په زړه مات دی کړم هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړم نوم به د ګلونو د جنت، په دنیا وګټي شنه که سره ګلونه د وطن له هره ټپه شي په زړه مات دی کړم ورو ځمبوه سترګې زړونه زړونه ور ختلي دي سل دانې را توی به د بڼو له هره رپه شي