تا سره مو مینه ده د الفت ستوري په زوال وینم په ثوابونو کې اوبال وینم تا سره مو مینه ده له ډېوه پالو سره څنګ په څنګ کې د ډېوه کُشو مینوال وینم تا سره مو مینه ده رنګ بدلوي، بدل خویونه کوي د ښار سړیو کې کمال وینم تا سره مو مینه ده اسمانه! ولې اوښکې نه تویوې مخ ته د تږو للمو کال وینم تا سره مو مینه ده زه د نېکانو مصلحت نه منکر خو په هندوې باندې پال وینم تا سره مو مینه ده ما ځنګوي را ځنګوي حسنه! لا یې لیمو کې د عشق ټال وينم