كلمات ویني رانه ستا غمونو څکلي دي

🎤 MahibUllah Muhabat
ویني رانه ستا غمونو څکلي دي
د سترګو سمندر کې که خطره د ډوبېدو وي
سړی که واپسي کوي نو څنګه به کوي؟
ویني رانه ستا غمونو څکلي دي
د ټول عمر یارۍ له ځه وعدې به سړی اوکړي
که څوک یې عارضي کوي نو څنګه به کوي؟
ویني رانه ستا غمونو څکلي دي
دا ستا له خوا نه یار زما په لور راغلي کاڼي
خاطر که د تندي کوي نو څنګه به کوي
ویني رانه ستا غمونو څکلي دي
د حسن په غر ناستې تا له ښایي چې ته وکړې
درمان که بې ننګي کوي نو څنګه به کوي
دا ستا له خوا نه یار زما په لور راغلي کاڼي
خاطر که د تندي کوي نو څنګه به کوي
ویني رانه ستا غمونو څکلي دي
د حسن په غر ناستې تا له ښایي چې ته وکړې
درمان که بې ننګي کوي نو څنګه به کوي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ MahibUllah Muhabat

كل أغاني MahibUllah Muhabat ←