ستا به مینه کی دردونه پردي څه چي خپل مې هم رانه پردي شول د غربت خواره لباسه ستا له لاسه ستا به مینه کی دردونه څه ناپامه دې ترې عکس دی اخیستی اخ قربان شمه عکاسه ستا له لاسه ستا به مینه کی دردونه د زړه زخم مې ناسور شو نه رغیږې پټۍ ږدمه پرې له پاسه ستا له لاسه ستا به مینه کی دردونه ډیر ځوانان لاړل د ښکلو تابعدار شول د سمون خیالي احساسه ستا له لاسه