كلمات ماته می دلبر په خوب کی راوله
ماته می دلبر په خوب کی راوله
زه غلطي خپله منمه ما غلطي وکړه جانانه
زما هسې دغه حال وو تا بیخي وکړه جانانه
ما به ویلې په قرار شه تا تادي وکړه جانانه
څومره لویه فیصله دې سمدستي وکړه جانانه
ماته می دلبر په خوب کی راوله
اوس ته چرته کې یې ورکه ای زما نه بې درکه
ای زما د زړګي خانه ای زما د زړه ملکه
ماته می دلبر په خوب کی راوله
جدایی زغملی نشې بیرته راشه وه نازکه
ما دی نښې سمبال کړي دا پانزیب دا دې کُنجکه
ماته می دلبر په خوب کی راوله
ځه چې ځو ترېنه ریباره ددی گډو له کڼډکه
کډه کوډه دې رانغاړه د لېوال سره ښه کلکه