نه دي راځي هیڅکله په چا ۀ مسلسل جنازو اویرېږم هسې نه کور مو هدیره کښې راشي یاران مې ماته مخامخ اودرېږۍ منافقین چې سپاره کښې راشي د جدایۍ پۀ اذیتخبر یې لکه چې ګوتې دروازه کښې راشي د ناڅاپي راتلو دې څۀ اوایم لکه اختر چې پۀ روژه کښې راشي کېدے شي ساه پۀ ما کښې بېرته راشي کۀ چرې یار مې جنازه کښې راشي ظالم د ظلم خلاف چغې وهي قاتل مقتول له فاتخه کښې راشي ځیګره تۀ دې خوشحالو کښې اوسې ستا غم دې ټول زما حصه کښې راشي درمانه یاره د یار څۀ اوای خوا له راځي خو بدرګه کښې راشي