ده اختر تحفه پښې یبلې ازغو کې لاروي راځي وچ بوټي ګلونه اوبوي راځي ده اختر تحفه خوب د آزادۍ ویني غـزه ویده امن به یې ورو ورو ویښوي راځي ده اختر تحفه ته وا ماشومان په ورېښمین ټال کې دي زړونه اذانونه زنګوي راځي ده اختر تحفه اوښکې د یتیم فلـسطین تندر شو برج د استکبار به نړوي راځي ده اختر تحفه ستا غزل کاروانه مینه مینه ده ښکلي به دې خود په پلوي راځي پښې یبلې ازغو کې لاروي راځي وچ بوټي ګلونه اوبوي راځي ده اختر تحفه