وینم چی دی یا یار ما خپل یاران او رشتدار بېګا په خوب کې لیدل ما له ګوزاره هم ساتي په ما ګوزار هم کوي وینم چی دی یا یار یو په شمله او په څادر دې وجود نه درنوي پښتون هغه دی چې حجره هم ساتي لار هم کوي وینم چی دی یا یار زه مې د یار په صفت پایم یار زما په هنر خلک د پاړو هم تماشه کوي د مار هم کوي وینم چی دی یا یار زلمي بېدار کړئ چې کټونو نه بدلون نه راځي اوبه ګلونو ته راځي خو غره کې لار هم کوي