كلمات تر ځان راباندی ګران

🎤 Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom
تر ځان راباندی ګران
له درده مې له سترګو فوارې روانې دي
د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي
تر ځان راباندی ګران
خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ
ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي
تر ځان راباندی ګران
زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون
بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي
تر ځان راباندی ګران
پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي
چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي
تر ځان راباندی ګران
جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران
حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې د
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom

كل أغاني Hafiz Muhammad Ashraf Mazlom ←