غازیان دې ننګیالان دې په لمن یې ستا لپاره پاکومه لار له کلي نه تر ښاره پاکومه غازیان دې ننګیالان دې د کور خلک مې بیا بل څه بل څه وایي پیغامونه دې له ډاره پاکومه غازیان دې ننګیالان دې درد په درد باندې له خپل وجوده باسم دا مرداره په مرداره پاکومه غازیان دې ننګیالان دې تودې اوښکې مې په مخ درتویومه په لمدو ګلو هېنداره پاکومه غازیان دې ننګیالان دې داسې وخت دې په جلان باندې رانشي چې له زړه نه به دې یاره پاکومه