كلمات ستا یادګارونه
ستا یادګارونه
يخې شپې د دسمبر، واورې بادونه
زړونه رېژي کۀ د شګو کمرونه
ستا یادګارونه
دا پۀ لېچو مو د چا ايښي سرونه
مونږ به وژني هم دا خپل محبتونه
ستا یادګارونه
زړۀ د کوم دېوال چنې ته ځان دمه کړي
چرته کوز کړي لۀ بڼو درانۀ بارونه
ستا یادګارونه
څۀ بې ځايه، څۀ ارزان - ارزان مې وېشي
دا زما واړۀ - واړۀ ضرورتونه
ستا یادګارونه
دي زما د شوګيرو اؤ اَواره شپو
ګواهان د کراچۍ ټول سړکونه
ستا یادګارونه
د خپل قد په سيوري کښېنم او دمه شم
پۀ تسنيم نشته د ونو احسانونه
ستا یادګارونه
يخې شپې د دسمبر، واورې بادونه
زړونه رېژي کۀ د شګو کمرونه