درحم وباران ته انتظار یم ته زما لومړۍ یا آخیرنۍ مینه نه یې، بلکه زما هغه یواځینۍ مینه یې چې: نه له تا څخه وړاندې مې له چا سره دومره کړې وه، او نه به له تا ورو سته له کوم چا سر ه دومره مینه وکړای شم. د پوهو سترګو مې تا لوست و نه كړ ما له په خوله چل د اظهار نه راځي د لېونو هوښياري هم ومنه په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو د دغې ګټې كاروبار نه راځي ګران د زړګي زخم په څه وګنډي چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي