كلمات ټول دي مينه مينه شي يو تن او يو وجود دي شي
ټول دي مينه مينه شي يو تن او يو وجود دي شي
شګې ټولې شوې په تا خبرې کیږي
پلو اچوه هوا، خبرې کیږي
ټول دي مينه مينه شي يو تن او يو وجود دي شي
زه جګېږم، پرهرونه مې خوږیږي
د یارانو په وفا خبرې کیږي
د لیلا په لونګین اوړي را اوړي
څه روا او ناروا خبرې کیږي
له هندارو نه ندارې راټوکیږي
چې له تا کله په تا خبرې کیږي
سره انار د قندهار درته راوړمه
ګلاب نه دروړمه بیا خبرې کیږي
ټول دي مينه مينه شي يو تن او يو وجود دي شي
د ژړا پیکره! څه ورسره وکړو
ټکی - ټکی د خندا خبرې کیږي
ټول دي مينه مينه شي يو تن او يو وجود دي شي
عمري! نزاکتونه پکې ساته
په غزل به دې بلها خبرې کیږي