داټولی دنیا ما ته چې کله غلې وګورې موسکۍ شه راته د رقيبانو په دا سا ورانېږي ورانه دې شي داټولی دنیا د زلفو پنډ نازکې يؤ وارې په شا واړوه ! په دا ادا خو دې که ملا ورانېږي ورانه دې شي داټولی دنیا زما دپاره به په خپل ځان باندې ډېر پام کوې په دا خبره دې که خوا ورانېږي ورانه دې شي داټولی دنیا زۀ خو د مينې نه د يار په لېچه خوله لګؤم د چا که خونه د بابا ورانېږي ورانه دې شي