كلمات مکوه پریاد

🎤 الشرعي
مکوه پریاد
زمونږ مینځ کې د ډیوې هم
آخیري سلګۍ د ژوند وې
په ما اوښکې وې را ماتې
له تا هم غزل نیمګړی
ارمانونه په سلګو وو
هم د هیلو مرۍ ناستې
ها له شنو او سرو بنګړو مې
ښکاریدې ټپې وې هیرې
هم د ستا له زولنو نه
وه د شرنګ لکه ساه لوتې
له مجال او امکان ورکه
هره لاره هره چاره
زما او ستا اوله شپه وه
د ژوندون آخیره شپه شوه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ الشرعي

كل أغاني الشرعي ←