كلمات باد پر باد می سلام ویا
باد پر باد می سلام ویا
ته بېرته راغلې! خو، زما زخم همغسې دی
نه، دعا جوړ کړ نه، دوا زخم همغسې دی
باد پر باد می سلام ویا
تا چې، ویشتلي ؤ د سترګو په پرتو لښکرو
څوک خدای اخیستي دي د چا زخم همغسې دی
باد پر باد می سلام ویا
کالونه وروسته ې چې، وپوښتلم څنګه شولې
ما ګریوان لوڅ کړ مال دا زخم همغسې دی
باد پر باد می سلام ویا
که هره شپه ېې په سرې کړو اوبو مینځمه هم
زما په زړه ستا د جفا زخم همغسې دی
باد پر باد می سلام ویا
یونه ویر هم دی درد او غم هم دی خفګان هم
له دې څیزونو نه سېوا زخم همغسې دی
باد پر باد می سلام ویا