ږغ کولای نشو خو له تا خفه هم یم ، او بیا هم تا ته کېناستمه څنګه په ټیټ غرور دې، غلی خوا ته کېناستمه زه د رواج په زولنو باندې تړلې جلۍ څوک مې په زړه کې و، خالقه چاته کېناستمه تصویر دې زوم کړمه موبیل کې، ترې مچکه واخلم د تنهایۍ حد و نن دې ګنا ته کېناستمه نن په محفل کې هر سړ ی په خپل لالي غږېدو زه ژړا ونیول م غلی شا ته کېناستمه خوښه د رب به وه، چې ته یې راته رانه کړلې ګني وصاله زه خ و هر مُلا ته کېناستمه