زړه به څنکه نکوی دردونه اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم زړه به څنکه نکوی دردونه هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړم نوم به د ګلونو د جنت، په دنیا وګټي شنه که سره ګلونه د وطن له هره ټپه شي زړه به څنکه نکوی دردونه ورو ځمبوه سترګې زړونه زړونه ور ختلي دي سل دانې را توی به د بڼو له هره رپه شي د جانان دوه ځايه ناستی وي يا د سیند غاړه يا د جګو غرو سرونه