توري ته لاس کړه بيا دې سهي نه کړم په هغو سترګو يو ځلې هم هغسې په مړو سترګو خېر دی که زما سترګې دې بدي شي ته خو راته ګوره په دا ښو سترګو زه دې کړم اشنا د شوګيرو سره وړي مې خوبونه ستا اودو سترګو زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو توري ته لاس کړه جولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي هر څو که پرېشاني په لاس نسيم د سحر راشي ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټا