راشه راشه لګیدلی په ټټریم د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم لویه خدایه! زه به چا چا ته سجده کړم؟ راشه راشه لګیدلی په ټټریم ملګرتیا که څو رندان راسره وکړي دا حرم به یوه لویه میکده کړم راشه راشه لګیدلی په ټټریم د وصال د شپې بدل به دې خلاص نه کړم ټولې شپې که د خپل عمر شوګیره کړم راشه راشه لګیدلی په ټټریم