دمینی خیال د دلتنګۍ په خاموشیو مې راوګډیږه لکه سندره ما تر شور یوسه آهنګه یاره دمینی خیال لکه لوګی چې راتاو شوی د کوټې په څراغ راڅرخیدونکی په لړمون یې راته بنګه یاره دمینی خیال د اذیت جامې اغوندم د څرمنې شا ته په شوخو سترګو به ما ووینې تهٔ څنګه یاره! دمینی خیال د عشق تودې تبې به تا لا مشهور کړي کنه شه د یوې مستې جیلکۍ غاړې ته لونګه یاره دمینی خیال په ما تازه کړه د منصور د دار زوړ شوی داستان زما خلاف خلاف جانانه زما جنګه یاره