كلمات دمینی خیال

🎤 Fida Sabari
دمینی خیال
د دلتنګۍ په خاموشیو مې راوګډیږه
لکه سندره ما تر شور یوسه آهنګه یاره
دمینی خیال
لکه لوګی چې راتاو شوی د کوټې په څراغ
راڅرخیدونکی په لړمون یې راته بنګه یاره
دمینی خیال
د اذیت جامې اغوندم د څرمنې شا ته
په شوخو سترګو به ما ووینې تهٔ څنګه یاره!
دمینی خیال
د عشق تودې تبې به تا لا مشهور کړي کنه
شه د یوې مستې جیلکۍ غاړې ته لونګه یاره
دمینی خیال
په ما تازه کړه د منصور د دار زوړ شوی داستان
زما خلاف خلاف جانانه زما جنګه یاره
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Fida Sabari

كل أغاني Fida Sabari ←