كلمات تیر شوی وخت
تیر شوی وخت
په کېبل باندې قاري صاحب وهلی
ماشوم بدې بدې ګـوري سیپارې ته
تیر شوی وخت
یو سړی دی په لمانځه باندې ولاړ دی
په تصویر کې یې کتلي دي کامرې ته
تیر شوی وخت
د مسجد مخته د کونډې مور له غېږې
یتیم ګوري، د جومات شنې منارې ته
تیر شوی وخت
د قانون د چت پر ستنې یې انصاف دی
کلک تړلی دی فساد، برقي ارې ته
خر اته ځلې هم تللی دی عمرې ته
خو موټر نه دروي سـرې اشارې ته
تیر شوی وخت
یو خاوند کـــړه بې ګناه مېرمن طلاقه
کوم پردي خرکوس یې زنګ واهه شمېرې ته
تیر شوی وخت
چا چې کړي ډېر ودونه باید لاړ شي
په زرې نیکر کې خپلې بسترې ته