ده سپیڅلی عشق رڼا دا پۀ لېچو مو د چا ايښي سرونه مونږ به وژني هم دا خپل محبتونه ده سپیڅلی عشق رڼا زړۀ د کوم دېوال چنې ته ځان دمه کړي چرته کوز کړي لۀ بڼو درانۀ بارونه ده سپیڅلی عشق رڼا څۀ بې ځايه، څۀ ارزان - ارزان مې وېشي دا زما واړۀ - واړۀ ضرورتونه ده سپیڅلی عشق رڼا دي زما د شوګيرو اؤ اَواره شپو ګواهان د کراچۍ ټول سړکونه ده سپیڅلی عشق رڼا د خپل قد په سيوري کښېنم او دمه شم پۀ تسنيم نشته د ونو احسانونه