توحید ارمان سو درده ته وتلی ېې له زغمه نوره نه کېږي چغې به آخر وهمه غمه نوره نه کېږي عبث وخوړلم غم د زمانې نه مُلا شوم او نه ډم د زمانې توحید ارمان سو لوی جهان کې دي زما کریمه ربه په ما ونشو کرم د زمانې لکه دا ړوند ماسخوتن درپسې لاړم نه رڼا شوم نه تورتم د زمانې