كلمات فوج او لښکر د عمر ساتي سنګر د عمر

🎤 Syed MansooAgha Shahab
فوج او لښکر د عمر ساتي سنګر د عمر
زر یاران مې و په زرو لارو لاړل
څلور لاری کې ولاړ یمه حیران یم
نیمه شپه ده د زرغون څراغ رنا شوه
زړه مې نه ورځي خو بیا هم ور روان یم
فوج او لښکر د عمر ساتي سنګر د عمر
ساړه باد مې لاس په سوي ځیګر کېښود
د شپیلۍ د سوي غږ په څېر روان شو
يو نری نری زبیرګی مې تر غوږ راغې
پسې تالندی شو شړکنده باران شو
فوج او لښکر د عمر ساتي سنګر د عمر
د چا مات بانه مې یبله پښو کې لاړه
د کوم چا په سپین مړوند مې قدم کېښود
د شلیدلي هار دانې مې کړې راټولې
ورسره مې د خوږو سترګو نم کېښود
فوج او لښکر د عمر ساتي سنګر د عمر
په یوه قبر مې کږه شناخته کړه سمه
لکه خوب مې د دوه سترګو مخکې تېر شو
د جګړې بلا خوړلی و ویده و
ښایسه نوم یې و خو اوس راځنې هېر شو
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Syed MansooAgha Shahab

كل أغاني Syed MansooAgha Shahab ←