ستا یادګارو سایه خو د وجود پۀ حقیقت نۀ وایي څۀ ستا یادګارو نه! نۀ ده خاموشي د نۀ ویلو پۀ معنی دریاب به د موجونو پۀ شدت نۀ وایي څۀ ستا یادګارو زۀ ولې هوش لۀ سره پۀ وتلو کړم بدنام ګلاب چې د وږمو پۀ حرکت نۀ وایي څۀ ستا یادګارو بې تا مې ناتکمیله افسانه غواړي تکرار دنیا پۀ قضاوت د نیم صورت نۀ وایي څۀ ستا یادګارو تۀ کینه! چې پۀ سترګو کې دې وګورمه فال تقدیر مې د تندي پۀ تلاوت نۀ وایي څۀ ستا یادګارو ندرته! دلته کار د قافیه چینو دی روان هیڅوک هم د غزل پۀ نزاکت نۀ وایي څۀ