نن سهار راځي زه د بې فایدې پاڼې په شانتې دنیا پرېښودم هغه چې ټوټې ټوټې پراته، په سرکونو وي دۀ وې چې د سترګو له سورخۍ دې بې خوبي ښکاري ما وې د مَینو اکثر شپه، په سرکونو وي ډېر مې تعریف کړی مګر دا تعریف یې سم بویه ژوند لکه ناوړه حادثه، په سرکونو وي ښکلي خو خواږه لکه د هند په محفلونو کې یا لکه د بېړې نذرانه ، په سرکونو وي یاره نو مشعله ستا به څه پروا لري دنیا تا غوندې به نور هم یګانه په سرکونو وي