درد وکړم ښیراو کړم که څه و په نیمه لاره کومې خواته همسفره لاړې ستن د طبیب وې خو په زخم کې ژوره لاړې په لوپټه پسې دي نه رسېدل تور لاسونه ته څومره بره شوې چې لاندې له کمره لاړې درد وکړم ښیراو کړم که څه و د سبا سترګه دي جهان ته دروغجنه کړله بېرته د غرو تر شا فنا شوې ترېنه لمره لاړې درد وکړم ښیراو کړم که څه و په بده ورځ که له وطنه مخ بل خوا اړوې نو د څاروي غوندي کرار زړه له محشره لاړې