كلمات تر څو به مې

🎤 Syed MansooAgha Shahab
تر څو به مې
د یو وجود قدر سایه غواړي
ژوند څومره لویه حوصله غواړي
تر څو به مې
په ایینو باندې به نه ګرځېده
اوس ترینه څه خپله څېره غواړي
تر څو به مې
زه خو د خپلې برخې ویر کومه
نور رانه څه ماتمکده غواړي
تر څو به مې
د لیونیو خواهشونه ګوره
څوک دي چې خپله تماشه غواړي
تر څو به مې
د وجود سیر دومره خبره نه ده
یوازې زړه لږ ایینه غواړي
تر څو به مې
په ځمکه ویړې شوې د ستورو جلوې
کړاوه نور رانه څه شپه غواړي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Syed MansooAgha Shahab

كل أغاني Syed MansooAgha Shahab ←