زړګی ستا بی وفا پۀ سحر کښې د جمات پۀ ګټ کښې ناست يم چې ماښام شې توکل د ميخانې کړم زړګی ستا بی وفا مسکيتوب که دې ايله شو د نظره د سپرلې ګريوان به ټول ريښې - ريښې کړم زړګی ستا بی وفا په واړۀ زړۀ کښې بلا راځايومه محبت خو زۀ مکان د ښاري کړم زړګی ستا بی وفا تۀ چې ورځ په ورځ زما نه لرې وځې زۀ خو تا ته دې خبرې درنزدې کړم زړګی ستا بی وفا د يادونو اباسين به دې لاهو کړي کۀ زه ډيرې دعاګانې درپسې کړم