زما نه ځان ورک دی نه تنهایي وه نه د ځان ځورول هیلې مو دومره پر مخ تللې نه وې نه دومره غم و چې دا اوس څومره دی هر څه روان وو تر خپل حده پورې په تیره ورځ به پښیمانه نه وو دومره نا توانه ا و بې ځانه نه وو دنیا په لاس کې را نیولی شو خو بیا مو هم زړه تنګون را کم نشولو د ژوند له دومره امکاناتو سره چیرته ارام له مونږه غم نشولو منم چې ژوند د زغم په زور کیږي خو ځینې وخت ستړی شي له ژونده سړی کله مې دې حد ته را ورسوي