په هغه خوارانو شعرونه د وطن ليکم د ډزو په دې ښار کې څه نوي مشغولا کؤم بغير د اجازې ژوندون ته مې ددې اظهار جانانه ضرورت دى تۀ صبر زه نڅا کؤم بغېر د اجازې په هغه خوارانو ځه سترگې دې کړه پټې نو بلها څه به درياد شي زه هاغه مينه بيا کؤم بغېر د اجازې په هغه خوارانو د وخت دا ناکردې مې په زړګي بلها درانۀ دي نن غېږ کې دې ژړا کؤم بغېر د اجازې