كلمات زه چي خاموشه یم خبر یي په زړه وړم غمونه
زه چي خاموشه یم خبر یي په زړه وړم غمونه
یاد دې شي خیام چې راته مخکې ګوړه ایښې وه
ټول نیشه نیشه وم میخانه زما په لاس کې وه
زه چي خاموشه یم خبر یي په زړه وړم غمونه
څومره خوشالي وه، څومره ښکلې زندګي مې وه
ستا د تورو زلفو زولانه زما په لاس کې وه
زه چي خاموشه یم خبر یي په زړه وړم غمونه
خود به مې اوس ژیړ بشر او څیرې ګریوان ژاړمه
وخت وو چې د ښکلو آستانه زما په لاس کې وه
زه چي خاموشه یم خبر یي په زړه وړم غمونه
تا چې د هادي د زړه کعبه په کاڼو وویشته
دا خو ستا د مینې آشیانه زما په لاس کې وه