استغفرالله اوایم اوس د تسبو پر ځاى په ګوتو ستا وعدې اړوي ستا محبت دومره بدل کړ، لمونځ ګوزاره سړى استغفرالله اوایم وطن دې وخوړ، احسانونه هم کوې په وطن چې دا چوکۍ دې په سر ماته کړي واکداره سړى استغفرالله اوایم خداى خبر خوب ترينه چا وړى دى؟ که ورک دى چرته؟ د سترګو جيب کې وهي ګوتې تر سهاره سړى