وس پکی رڼا ده چا چې کړي ډېر ودونه باید لاړ شي په زرې نیکر کې خپلې بسترې ته په کېبل باندې قاري صاحب وهلی ماشوم بدې بدې ګـوري سیپارې ته یو سړی دی په لمانځه باندې ولاړ دی په تصویر کې یې کتلي دي کامرې ته د مسجد مخته د کونډې مور له غېږې یتیم ګوري، د جومات شنې منارې ته د قانون د چت پر ستنې یې انصاف دی کلک تړلی دی فساد، برقي ارې ته عدالت د ښار په منځ کښې په داریږي ښه او بد خلک یې ناست دي نندارې ت