تاکړی وعده په نیمه لاره کومې خواته همسفره لاړې ستن د طبیب وې خو په زخم کې ژوره لاړې تاکړی وعده په لوپټه پسې دي نه رسېدل تور لاسونه ته څومره بره شوې چې لاندې له کمره لاړې تاکړی وعده د سبا سترګه دي جهان ته دروغجنه کړله بېرته د غرو تر شا فنا شوې ترېنه لمره لاړې تاکړی وعده په بده ورځ که له وطنه مخ بل خوا اړوې نو د څاروي غوندي کرار زړه له محشره لاړې