قربان شمه له تا زمازړه څنګه درته ووایم چې عِشق دې لکه څه داسې؟ بس خو په زړه ننؤځي، کټ مټ لکه ساړه داسې قربان شمه له تا زمازړه ژؤند به وي، احتیاج به یې ، خو څوک به دې ناز نۀ اخلي نه مې درته وې چې خلک نۀ دي لکه زه داسې؟ قربان شمه له تا زمازړه بېل دې کړي له نورو، خو خطر څخه دې نۀ ساتي ځینې انسانان وي د زندان د دېواله داسې قربان شمه له تا زمازړه