رب دی تا لری اباد چې زما مينه ستا په كار نه راځي ما له جانانه! بل هلار نه راځي زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي كه ميخانه كې د چا وار نه راځي د پوهو سترګو مې تا لوست و نه كړ ما له په خوله چل د اظهار نه راځي د لېونو ه وښياري هم ومنه په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي