ننګیالی د هر میدان یو ګومان زما په زړه دی پیدا شوی څوک له مانه تاته ښه دی پیدا شوی ستا خبرې د پخوا څېر اوس نه دي قصد دې ماسره په څه دی پیدا شوی لا د ژوند فلم کې ښه کردار مړ کېږي لا د فلم هلک نه دی پیدا شوی رسوایي خو ستا د زلفو شفقت دی تار یې زما په ګرېوانه دی پیدا شوی پله وایي چې څوک و اک له مانه واخلي د مور داسې ځوی لا نه دی پیدا شو